Siar Ahmad Hamdard

غزل

چه ده اشنا راسره خهَ نه لګی

چه ده اشنا راسره خهَ  نه  لګی
نور م دے  کلی کښ زړه  نه لګی
راځي  ملګرو چی صحرا ته لاړ شو
دلته په هیچاڅوک خواږه نه لګی
چه ے نیټه ده سر معلومه نه وی
داسے  لوظونه م  پاخه  نه لګی
یاران زاریږی ده یو بل نه مدام
وایه ستا ما سره په څه نه لګی
که راغورځیږم ترے نیمګړےارمان
داسې منزل ته م خاته  نه  لګی
چه  په کښ نشته دے سیار ملګرو
اوس م هغې کوڅۍ له تله نه لګی
 
سیار احمد همدرد ایس-این
تاریخ:۱۲ میَ ۲۰۰۳
مقام: دبېَ

Other works by Siar Ahmad Hamdard...



Top